د حکومت لوړ پوړو چارواکو د کندهار ولایت له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین، د ماليې وزارت د ګمرکونو رئیس، د درملیزو خدمتونو ادارې رئیس ښاغلي عبدالباري عمر او د کندهار ولایت سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي محمد صدیق مهمند د سوداګرۍ او صنعت وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ووایه او د کندهار سوداګرو او پانګوالو ستونزې يې د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر سره شریکې او د حکومت اړوندو ادارو څخه يې د یادو ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي محمد یونس مهمند کندهار ولایت ته د سوداګرۍ او صنعت وزیر راتګ یو نیک ګام وباله او د اتاق مشرتابه پلاوي موخو په اړه يې داسی وویل "د سیمې او نړۍ په کچه د سوداګرۍ او پانګولۍ پراخول، د ملاتړي صنعت لرل، د کرنې میکانیزه کیدل او د داسی یو منظم ټرانزیټي ستیستم لرل چې د مرکزي آسیا هېوادونه د سویلي آسیا هېوادونو سره ونښلوي د هېواد د لویو سوداګرو، پانګوالو او د اتاق مشرتابه پلاوي له عمده موخو څخه دي."
نوموړي د خصوصي سکتور، سوداګرۍ او صنعت، کرنې او ماليې وزارتونو ترمنځ د ګډې کمېټې په رامنځته کیدو ټینګار وکړ څو یاده کمېټه وکولی شي د هېواد کرنه میکانیزه کړي.

ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د نفتي توکو د واردولو په برخه کې دې د کندهار په سپین بولدک کې معیاري او دایمي سټېشنونه جوړ کړي او دا چې، د برېښنا نشتوالى په دغه ولايت کې د صنعت د ودې پر وړاندې يوازنى خنډ دی او له اړوندو مسوولينو يې وغوښتل، چې دغه ولايت ته د برېښنا برابرولو برخې جدي پاملرنه وکړي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د مالیاتو د اسنادو د بیا کتنې په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د وخت د ضایع کیدو د مخنیوي په خاطر دې د شرکتونو مالیه په یوه یو وخت راټوله کړي.

دوشنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۲