د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د پکتیا اتاق د مدیره پلاوي او د یاد ولایت له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سویلي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پشتون او د صرافانو اتحاديې ریاست سرپرست ښاغلي بهرام خان يې ملتیا کوله، د پکتیا ولایتي اتاق له مدیره پلاوي، د غالیو، ودانیو، درملو او صنعت اتحادیو غړو، د یاد ولایت سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره او د ټرانزیټ او معیاري لابراتوار نه شتون او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د پکتیا ولایت سوداګرو د معیاري ګمرکي تاسیساتو نه شتون، د زرمت – ګردیز لارې بیا جوړونه، د معیاري ګدامونو نه شتون، د پکتیا ولایت په ګمرک کې د معیاري سکنر نه شتون، په یاد ولایت کې د قونسلي خدماتو نه شتون، د تطبیق شویو پروژو د پیسو نه ورکړه او اړوندو نور مسایل د خپلو عمده ستونزو په توګه یاد کړل او یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د پکتیا ولایت سوداګرو او پانګوالو ستونزو له اوریدو وروسته، د پکتیا ولایت اقتصادي رغښت او پراختیا برخه کې د یاد ولایت د سوداګرو او پانګوالو رول اړین وباله او د دوی د ستونزو حل برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ماليې وزارت لخوا د ماليې د کمښت په اړه خبرې وکړې او وی ویل "د حکومت د مشرتابه فرمان په اساس، د ماليې وزارت د تیر په پرتله د هېواد سوداګرو لپاره د ماليې په مقدار کې د پام وړ کموالی رامنځته کړی چې یاد چاره کولی شي په هېواد کې لا زیاتې پانګونې ته لار هواره کړي."

ښاغلي مهمند زیاته کړه چې اتاق تل هڅه کوي چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته او وړ خدمات وړاندی کړي.

د پکتیا ولایت سوداګرو امیرالمؤمنین ته د ماليې کمولو برخه کې د دوی د وړاندیزونو رسولو لپاره د حکومت په ځانګړې توګه د ماليې وزارت او د ا.ا. مشرتابه محترم کمیسیون هڅې او همکارۍ وستایلې او د محترم کمیسیون څخه يې وغوښتل چې د روغتیا سکتور مالیاتو کمښت برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

پنجشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۴۰۲