د زابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د زابل ولایت حکومتي چارواکو، د رسنیو استازیو، مخورو، او د زابل ولایت سوداګرو او پانګوالو د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیست.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو او په ټوله کې خصوصي سکتور ته بهتر خدمات وړاندی او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مهمند د زابل ولایت د طبیعي سرچینو او مخلتفو کرنیزو محصولاتو لرلو له امله یو مهم ټرانزیټي او سوداګریز ولایت وباله او په یاد ولایت کې يې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي او د تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه د سړو خونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال وویل، په زابل ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو اصلي موخه د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ ډیروالی، د سوداګرۍ بهیر ګړندی کول، د کار پیدا کول او په زابل ولایت کې د کرنې، صنعت او کانونو سکتورونو کې له شته فرصتونو څخه ګټه اخیستل دي او د زابل ولایت له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې د یاد اتاق د جوړېدو لپاره د ځمکې استملاک او اړوندو اداري چارو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه " د زابل ولایت د بادامو، انځرو، ممیزو، زیرې او نورو کرنیزو محصولاتو لروونکی دی چې له بده مرغه هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.
ښاغلي مهمند د یاد ولایت له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیتوب ترلاسه او د یاد اتاق ملاتړ وکړي.

د زابل ولايت سرپرست والي په دغه ولايت کې د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانېستې له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستيال څخه مننه وکړه او د زابل ولايت د اوسني وضعيت، د سوداګریزو توکو د خوندي ساتنې په موخه د لازمو ودانیو جوړولو، په زابل ولایت کې د صنعتي پارک جوړولو په موخه د ځمکې استملاک او نورو مسایلو برخه کې د حکومت د مشرتابه هڅو په اړه معلومات وړاندی او د زابل ولایت سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې يې د دولت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلی عبدالقادر د زابل ولایت مدیره پلاوي رئيس، ښاغلی محمد اسماعیل د لومړي مرستیال، ښاغلی همایون د سوداګریز مرستیال، ښاغلی امین الله مؤمن د صنعتي مرستیال، ښاغلی صحبت خان د صرافۍ کمېټې مسؤل، ښاغلی عصمت الله د وچې میوې کمېټې مسؤل، ښاغلی نعمت الله د تاره میوې کمېټې د مسؤل او ښاغلی حامد رسولي د یاد اتاق د عامل مدیر په توګه وګمال شول او په رسمي ډول يې خپل کارونه پیل کړل.

شنبه، غويي ۹مه، ۱۴۰۲