د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانيستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ارزګان ولایت مقام معاونیت، د رسنیو استازیو، مخورو، او د ارزګان ولایت سوداګرو او پانګوالو د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیست.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو او په ټوله کې خصوصي سکتور ته بهتر خدمات وړاندی او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د هېواد د سوداګرو د ملاتړ او هڅونې په برخه کې یې د اتاق د مشرتابه د هڅو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي مهمند د ارزګان ولایت د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول: انځرو، زیرې، شکرپارې او بادامو یادونه وکړه او د دغه ولایت له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې لا زیاتې هڅې وکړي او د دغه ولایت کرنیزو محصولاتو ته په کورنیو او سیمه ییزو بازارونو کې تقاضا پیدا کړي.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال وویل، په ارزګان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو اصلي موخه د سوداګرو په هڅو کې برخه اخیستل، د سوداګرۍ بهیر ګړندی کول، د کار پیدا کول او په ارزګان ولایت کې د کرنې، صنعت او کانونو سکتورونو کې له شته فرصتونو څخه ګټه اخیستل دي او د اروزګان ولایت له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې د یاد اتاق د جوړېدو لپاره د ځمکې استملاک او اړوندو اداري چارو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د دغه ولایت له ټولو سوداګرو څخه وغوښتل چې د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د غړیتوب په ترلاسه کولو سره د یاد اتاق مرسته او ملاتړ وکړي.

د ارزګان ولايت مرستيال په دغه ولايت کې د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانېستې له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستيال څخه مننه وکړه او د ارزګان ولايت د اوسني وضعيت، د سوداګریزو لارو جوړولو او ارزګان ولایت د برښنا لیږدولو برخه کې یې د حکومت د مشرتابه د هڅو په اړه معلومات وړاندی کړل او د ارزګان ولایت سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې يې د دولت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق منتخب رئیس ښاغلي حبیب الله عمر د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق جوړولو برخه کې د ښاغلي مهمند عملي ګامونه اخیستل وستایل او د یاد اتاق د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه يې معلومات وړاندی کړل.  

د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانېستې په مراسمو کې د دې اتاق مدیره پلاوی د ارزګان ولایت له ۷ تنه سوداګرو او یو تن دعامل مدیر په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول يې خپل کارونه پیل کړل.