د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ارزګان ولایت سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ارزګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د سوداګرۍ په وړاندی د شته ستونزو او شته سوداګریزو فرصتونو پیژندنې او ګټه اخیستنې په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند اوسنی وضعیت د سوداګرۍ او پانګونې بهیر تسریع لپاره مناسب وباله او د ارزګان ولایت له سوداګرو يې وغوښتل چې د خپل ولایت د پراختیا او ودې برخه کې خپله ایماني او اسلامي وجیبه ادا کړي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ارزګان ولایت هوا او اوبه د کرنیزې ودې لپاره مناسب وګڼل او د یاد ولایت د کرنې په میکانیزه کیدو او عصري ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې يې ټینګار وکړ.

د ارزګان ولایت سوداګرو په خپل وار سره، د خپل کاروبار په وړاندی شته ستونزې، ننګونې او د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې پروګرامونه د اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستیال سره شریک کړل او په دی برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.