د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د "عالیست افغانیست" نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

د "عالیست افغانیست" نندارتون د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې پرانستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داوود یوسفزي، د جوزجان اتاق رئیس ښاغلي یولبرز عطايي، د اندخوی اتاق رئيس ښاغلي عبدالمجید نیازي، د بلخ ولایت لوړ پوړو دولتي چارواکو او د بلخ ولایت سیمه ایزو سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د عالیست افغانیست نندارتون پرانیست غونډه کې د ګډون ترڅنګ، ورته نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او معرفۍ برخه کې اړین وبلل.   

ښاغلي مهمند مزار شریف د افغانستان یو له سترو او مهمو سوداګریزو ښارونو څخه یاد کړ او سږ کال یې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ. نوموړي د هېواد له کورنيو توليداتو څخه ملاتړ د توليدي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره مهم وباله او د مزارشريف له هغو سترو سوداګرو يې چې په بهر کې مېشت دي، وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېوادوالو د هوساینې لپاره خپل ارزښتناک رول ولوبوي.

د اتاق لومړي مرستیال د هېواد د کورنیو تولیداتو پر معیاري کولو ټینګار وکړ او په نږدې راتلونکي کې یې د امام ابوحنیفه (رح) د دوهم نندارتون د جوړیدو په اړه معلومات ورکړل او په کور دننه او بهرنیو شرکتونو يې وغوښتل چې په جوړیدونکي نندارتون کې ګډون وکړي.  

په دغه نندارتون کې د بلخ او د هغه د شپږو ګاونډیو ولایتونو په ګډون څه باندې ۱۰۰ لویو او منځنیو تولیدي او وارداتي شرکتونو د دریو ورځو لپاره خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.