د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته د کاري سفر په ترڅ کې، د اندخوی ولسوالۍ اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د عامل پلاوي سره يې لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د اندخوی اتاق مدیره او عامل پلاوو د هلو ځلو ستاینه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند له دې وروسته د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه لیدنه وکړه او د یاد اتاق د مدیره پلاوي له رئیس ښاغلي یولبرز عطايي، عامل پلاوي او کارکوونکو سره د اتاق په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بېلابېلو څانګو د ارزونې پرمهال د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خدمتونو پر معیاري کولو، په دغه اتاق کې د سوداګرو پر زیاتې ونډې، له نړیوالو بنسټونو سره د رسمي پروګرامونو او ناستو پر پیلولو او په دغه ولایت کې د غالیو د نندارتون پر جوړېدو ټینګار کولو ترڅنګ، د دوی د ستونزو حل برخه کې د مرکزي اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.