د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د آقینې بندر ګمرک رئیس ښاغلي موسی کلیم مجاهد زاده، د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس ښاغلي محمد عارف عرفان او د آقینې اور ګاډي پټلۍ رئیس ښاغلي شمس الله نظامي يې ملتیا کوله د آقینې بندر له ګمرک او اور ګاډي پټلۍ څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې يې د اندخوی او آقینې بندر له سوداګرو او واردوونکو هر یو ښاغلي یولبرز عطايي چې د شبرغان اتاق مدیره پلاوي رئیس دی او د اندخوی ولسوالۍ اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي سره لیدنه ترسره کړه.
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو د سوداګرو او واردوونکو ستونزو اوریدو وروسته، د آقینې بندر او اورګاډي پټلۍ په بنسټیزو ننګونو او ستونزو خبرې اترې وکړې.
ښاغلي عبدالمجید نیازي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال او ورسره ملګري ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بی سارو هڅو څخه یې مننه وکړه. ښاغلي نیازي د هېواد په شمالي سیمو کې د سوداګرو د عمده ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یاد اتاق له مشرتابه او اړوندو ادارو څخه یې د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي یولبرز عطايي د هېواد په شمال کې د خصوصي سکتور د غړو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په اړه معلومات وړاندی او وویل: د ترکمنستان لخوا افغان سوداګرو ته ویزو نه ورکول، افغان موټر چلوونکو ته د محصولاتو د لېږد لپاره ترکمنستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول، د اقينې په بندر کې د کافي اسانتياوو نشتوالى او پر ځينو توکو د ګمرکي محصول لوړېدل هغه ستونزې دي، چې د هېواد سوداګر ورسره مخ دي. نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال څخه وغوښتل، چې د پورته یادو ستونزو حل برخه کې لکه د پخوا په څیر همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د آقینې بندر د سوداګرو د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د آقینې بندر یې د جغرافيايي موقعیت له مخی د ډیرو اقتصادي ګټو لرونکی وباله او زیاته يې کړه چې سوداګر د یاد بندر له لارې، کولی شي خپل توکي او محصولات په لنډ وخت کې او په ټیټه بیه وارد او صادر کړي.
ښاغلي مهمند د آقینې بندر اوسنۍ ستونزې د حل وړ وبللې او ډاډ يې ورکړ چې د شته ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې به د عملي ګامونو د پورته کولو او د حل په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي او د دې سيمې له سوداګرو څخه يې وغوښتل چې له دولت سره په هره برخه کې همکاري وکړي او د وطن په جوړولو کې لاسونه سره ورکړي. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د شبرغان د کلفت د بندر د بیا فعالولو په اړه به موضوع له اړوندو دولتي ادارو سره شریکه کړي، څو له دغه بندر څخه د استفادې لپاره اساسي ګامونه پورته کړی شي.
په دې کتنه کې د فارياب ولايت د آقينې او اندخوى د يو شمېر مخورو سوداګرو د ويناو تر څنګ، د اقينې بندر د ګمرک رئیس، د اقينې د اورګاډي د پټلۍ رئیس او د دغه بندر د نورم او سټنډرډ رياست رئیس هم خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د اقينې په بندر کې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي.