د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد له سویلي ولایتونو لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند پکتیا او خوست ولایتونو ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغو ولایتونو له سیمه ییزو غړو، د پکتیا او خوست ولایتونو د سوداګرۍ اتاقونو له مشرتابه او د بېلابېلو سکتورونو سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او په یادو ولایتونو کې د شته ستونزو، په غلام خان بندر کې د سوداګریزو خدمتونو د معیاري کولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

ښاغلي مهمند د خوست ولایت د غلام خان بندر او د پکتیا ولایت د ډنډ پټان له بندرونو څخه د لیدنې پر مهال په یادو بندرونو کې د سوداګرو ستونزې او ننګونې د خوست او پکتیا له والیانو سره شریکې کړې او د یادو ستونزو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د خپل سفر په څنډه کې د خوست ولایت د ډاکټرانو د اتحادیې له غړو او پانګوالو سره هم وکتل او د دغه ولایت له پانګوالو یې وغوښتل چې د سرطان ناروغۍ د درملنې په برخه کې د یوه ستر روغتون جوړولو په موخه پانګونه وکړي.