د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د دغه ولایت د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ د سوداګرو او پانګوالو یوې ډلې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قرآن عظیم الشان ختم ترسره او په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو روح ته د دعا کولو ترڅنګ، د دغې غمجنې پېښې له ټپيانو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندی کړل.
په دې غونډه کې د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس محترم محمد یونس قاضي زاده د ترکیې له ملت سره په دې غم کې ځان شریک وباله او د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې د هر راز همکارۍ د اعلان په ترڅ کې وویل: د ترکيې دروند ملت او دولت په هر ډول سختو ورځو کې د افغانستان له خلکو سره د پوهنې د ودې، د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د افغانستان له ملت او دولت سره د نورو بشري مرستو په برخه کې، له هیڅ ډول مرستو دریغ نه دی کړی.
اوس چې د ترکيې هېواد ددغې سترې پېښې سره مخامخ دی، د افغانستان دولت او ملت به د دې هېواد د خلکو ترڅنګ ودرېږي او ځانونه په دې ستر غم کې ورسره شریک ګڼي.
ښاغلي قاضي زاده زیاته کړه: د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی دا خپله ایماني وظیفه ګڼي چې تل د مسلمانو ولسونو په غمونو او خوښیو کې ورسره ځان شریک کړي او دا ځل که څه هم لږه ده د ترکيې د شریف ولس سره د ۵۶۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کوي.
د هرات والي شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار د ترکیې له خلکو سره د غمشریکۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: د هرات شریف ولس، سوداګر او پانګوال تل زموږ د ملت او دولت او نورو اسلامي هېوادونو سره په سختو ورځو کې ترڅنګ ولاړ او له دوی سره يې د خپل وس مطابق مرسته کړې ده.
په هرات ولایت کې د ترکیې هیواد جنرال قونسل ښاغلي سنان الیخان د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې له زلزله ځپلو سره د همکاریو او مرستو څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: ترکیه د افغانستان له خلکو سره نږدې کلتوري مشترکات لري او ترکيې تل افغانستان خپل دوست هېواد ګڼلې دی.
د دغه پروګرام په پای کې د هرات والي ښاغلي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د هرات ولایت لپاره د کورنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مولانا شیر احمد عمار مهاجر په حضور کې د هرات اتاق د نقدي مرستو کڅوړه د ترکيې جنرال قونسل ښاغلي سنان الیخان ته وسپارله.