په بلخ ولایت کې د اوړو، غنمو او زغرو د بیې د تعین اتحاديې ټاکنې ترسره شوې

د اوړو او غنمو د بازار چارو د ښه تنظیم په موخه، د اوړو، غنمو او زغرو واردوونکو شرکتونو او نورو اصنافو ترمنځ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نږدې همکارۍ سره د اوړو، غنمو او زغرو د بیې د تعین اتحادیه رامنځته کړی شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست اسدالله اسدي، د یاد اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري، د بلخ اتاق سلاکار ښاغلي حاجي اجمل قادري، د بلخ ولایت محترم مقام استازي او د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنعت رئیس د یادې اتحاديې د ټاکنو له مراسمو څخه چې د ۵۰۰ څخه زیاتو خوراکي توکو واردوونکو شرکتونو په کې ګډون درلود، څارنه وکړه.

د یادې اتحاديې د مدیره پلاوي له ټاکنو وروسته، د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي تر مشرۍ لاندی او د اسدالله اسدي، احمد شکیب اکبري، اجمل قادري، د ولایت مقام استازي او د اتحاديې د مدیره پلاوي ۱۹ تنو د یادې اتحاديې د رئیس او مرستیالانو د ټاکنې په موخه ناسته ترسره کړه.

د رڼو ټاکنو په پایله کې، د یادې اتحاديې رئيس او مرستیالان وټاکل شول او ګرانو هېوادوالو ته د خدمت جوګه کیدلو په موخه، دوی ته د خیر او کامیابۍ دعا وشوه.