ترکیې ته د اقینې بندر له لارې د لومړنی صادراتی کڅوړې لیږد

د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نیازی ګروپ په همکارۍ تېره ورځ د لومړی ځل لپاره د اقینې اندخوی بندر له لارې د هېواد د سوداګرو صادراتی کڅوړې ترکیې  هیواد ته صادر کړې. په صادر شوی کڅوړو کې د غواګانو پوستکي او وچې میوې شاملې دی، چې د ګمرکی پروسې په پوره کولو سره د اقینې له پولې څخه واوښتې.

د افغانستان د صادراتی توکو د استولو په مراسمو کې د افغانستان د ګمرکونو رییس او د اقینې ګمرک مشرتابه پلاوی او د نورو دولتی ادارو چارواکو ګډون وکړ او د صادراتو نقش یې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادی ودې په برخه کې مهم وګڼل.

د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی عبدالمجید نیازۍ، د سوداګرۍ او صادراتو په بېلا بېلو برخو او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ښاغلی نیازی زیاته کړه: د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ویاړی چی  د لومړی ځل لپاره یې د افغانستان د موټرو اوافغاني موټر چلوونکو په واسطه د هېواد د صادراتی کڅوړو د لیږد شاهد دی. هغه له ټولو هغو کسانو او د دولتی ادارو له چارواکو څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې همکاری کړې ده.