د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمیر سوداګرو د بلخ له والي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د بلخ اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي سید محمد فرید هاشمي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سلاکار ښاغلي معراج الدین پرهیز، د بلخ اتاق سلاکار ښاغلي اجمل قادري، د بلخ ولایتي اتاق اجرائیوي آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د بلخ والي ښاغلي مولوي محمد داود مزمل سره د لیدنې په ترڅ کې، د ګډو همکاریو او سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو حل برخه کې د بلخ والي له هڅو ستاینې کولو ترڅنګ، په ټولنه کې د سوداګرو او پانګوالو رول او ښې حکومتدارۍ په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د بلخ ولایت له سیمه ایز حکومت څخه وغوښتل چې د سوداګرو ستونزو حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته او لازمې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي.
 
ښاغلي مهمند د بلخ ولایت اقتصادي ودې او سوداګرو ستونزو حل په موخه، په یاد ولایت کې د عالي اقتصادي شورا یوې اقتصادي کمېټې د جوړیدو غوښتنه وکړه او د یاد ولایت مقام هم د هغه غوښتنه تائید کړه.
ښاغلي نصیر احمد عرب د فرصت طلبه خلکو لخوا په سوداګرو د باطلو دعوو په اړه خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د ورته موضوعګانو مخنیوي برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي اسدي د بلخ ولایت په عدلي او قضايې ارګانونو کې د سوداګرو ستونزو په اړه خبرې او د حکومت څخه يې وغوښتل چې په عدلي او قضايې ارګانونو کې د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
د بلخ والي ښاغلي محمد داود مزمل د اتاق د مشرتابه پلاوي او سوداګرو هرکلي کولو ترڅنګ، د سوداګرو شته ستونزو ته د حل لارو پیداکولو څخه ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې به د یاد ولایت مشرتابه خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.