د کورنیو تولیداتو او علم ګډون ننداتون په مزار شریف کې ترسره شو

د کورنیو تولیداتو او علم ګډون ننداتون د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مټ او د کار نړیوال سازمان (ILO) په ملاتړ د مزار شریف په ښار کې د دری ورځو لپاره په لاره واچول شو.
 
د دغه نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د بلخ ولایتي اتاق مشرتابه، د شخړو حل کمېټې رئیس ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ ولایتي اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري، د بلخ ولایت دولتي ادارو ریسانو، په آسیا کې د کار نړیوال سازمان د سیمه ایز دفتر رېسې آغلې چیهوکو اسادا میاکاوا، په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رئیس ښاغلي رامین بهزاد، ملي سوداګرو، صنعت کارانو او پانګه اچونکو ګډون درلود.
 
ښاغلي اسدالله اسدي وویل، دا ډول نندارتونونه په لاره اچول د کورنیو تولیداتو د پیژندنې، د معلوماتو د تبادلې، د نووښتونو د رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې رواج کولو سبب ګرځي.
ښاغلي اسدي زیاته کړه چې د بلخ ولایتي اتاق تل هڅه کوي چې ورته نندارتونونه په لار واچوي څو د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابره شي.
 
آغلې میکاوا د بلخ ولایتي اتاق په واسطه د دا ډول نندارتونونو د په لاره اچولو هرکلی وکړ او د افغانستان خلکو لپاره يي د کار زمینې برابرولو برخه کې د کار نړیوال سازمان د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د یادونې وړ ده چې، یاد نندارتون ۷۰ غرفې لري چې له دی جملې څخه په ۳۵ غرفو کې سوداګرو میرمنو خپلې سوداګریز توکي نندارې ایښودي دي. او په پاتې نورو غرفو کې سوداګرو او صنعت کارانو خپل تولیدات لکه: کرنیزې محصولات،ماشین آلات، کوچنۍ او منځنۍ صنایع، زینتي توکي او لاسي صنایع نندارې ته ایښودي دي.