د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایې، د تیلو واردوونکو اتحاديو رئیسانو او د مختلفو سکتورونو سوداګرو د ولسي جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي احمد جاوید جیحون، د ولسي جرګې دویم مرستیال ښاغلي نجیب الله ناصر او د ولسي جرګې له اداري غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې د کابل په مراد بیک نومي سیمه کې د اور لګیدنې، د خصوصي سکتور شتو ستونزو او د حکومت د عدم توجه په اړه خبرې اترې وکړی.ښاغلي توکل احمدیار په مختلفو ولایتونو کې د وروستیو اورلګیدنو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه " زموږ سوداګر د اورونو، شوکو، غیر قانوني پیسو اخستنو او د لویو لارو په اوږدو کې د پیښو اصلي قربانیان دي."ښاغلي توکل احمدیار وویل "زموږ سوداګر چمتو دي چې د حکومت لخوا وضع شوي ټول محصولات او لګښتونه د هېواد په ګمرکونو کې تادیه کړي خو دوی د لویو لارو په اوږدو او ښار په دروازو کې د زورواکو او غیر قانوني پیسو اخستو منلو ته چمتو نه دي."د اتاق عمومي رئیس زیاته کړه " سره ددی چي، په اسلام قلعه بندر او نورو ولایتونو کې د اور لګیدنو په اړه د حکومت پخوانیو څیړنو هیڅ کومه پایله نه درلوده، د کابل ښار په قلعه مرادبیک سیمه کې د اور لګیدنې په تړاو هیڅ یو ارګان ځواب ویلو ته چمتو نه دی." هغه زیاته کړه وروسته له هغه چې د هیواد د سوداګرو غږ وانه وریدل شو، دوی اړ شول چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته لاړ شي او په یوه خبري کنفرانس کې خپل غږ اوچت کړي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید د سوداګرو د سوداګریزو توکو امنیت تامین کړي، د مختلفو زورواکو مخه ونیسي او د تیلو او مایع ګازو ټانکرونو لپاره جلا تم ځایونه په پام کې ونیسي.ښاغلي احمدیار د ولسي جرګې له لومړي مرستیال او اداري پلاوي څخه وغوښتل چې د هغوی د حقوقو څخه دفاع وکړي او د هېواد د ولسمشر سره د یوې لیدنې په ترڅ کې ددوی غږ د دولت تر مشرتابه پوری ورسوي. ښاغلي مهمند د عمومي رئیس د خبرو د تائید کولو ترڅنګ، زیاته کړه "حکومت باید د هېواد په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسو اخستنو مخنیوي ترڅنګ، وضع شوي ټول محصولات او لګښتونه د هېواد په ګمرکونو کې ترلاسه کړي. هغه په ګمرکونو کې د شته فساد یادونه وکړه او د هیواد په پارلمان یې غږ وکړ چې د مالیې وزارت سره د ګمرکونو ټولو دفترونو کې د محصولاتو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي."د غونډې په ترڅ کې، د تیلو واردوونکو، ټانکرونو لرونکو او د خصوصي سکتورونو استازو په ګمرکونو کې د شته فساد، شوکو او غیر قانوني پیسو اخستنو په اړه خپل منتقدانه نظرونه څرګند کړل، او د حکومتي چارواکو څخه یې اورګیدنې سیمو د پلټنې غوښتنه وکړه. دوی ټینګار وکړ که چیرې حکومت ددوی ستونزې حل نه کړي او د اور وژنې عاملینو ته سزا ورنکړل شي نو دوی به اړ شي چې مدني لاریونونه وکړي، او د تیلو واردول بند کړي.ښاغلي احمد جاوید جیحون ژمنه وکړه چې د کابل په مراد بیک نومي سیمه کې د اور لیګدنې د متضررینو د حقوقو څخه دفاع وکړي. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د زیانمنو سوداګرو ستونزې د هیواد پارلمان ته په لیکلې بڼه وسپاري، ترڅو هغه يې له وزیرانو او اړونده حکومتي چارواکو سره شریک او د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. ښاغلي جیحون د زیانمنو سوداګرو غوښتنه حق وبلله او د حکومت څخه يې وغوښتل چې ددی سوداګرو د زیان جبران وکړي. هغه د اتاق په مشرتابه غږ وکړ چې د نورو سوداګرو په استازیتوب یو شمیر زیانمن شوي سوداګر وټاکي ترڅو په پارلمان کې جوړه شوې اړوند وزارتي ناسته کې برخه واخلي او خپلې اندیښنې او غوښتنې څرګندی کړي او په دی برخه کې يې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.