د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ولسي جرګې لمړي مرستیال ښاغلي احمد جاوید جیحون سره د لیدنې په ترڅ کې هغه ته د نوی دندې په پار مبارکي وویله او د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړی.ښاغلي محمد یونس مهمند احمد جاوید جیهون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې له امله مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې ښاغلی جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. ښاغلي مهمند پر عایداتو د ماليې قانون تطبیق، د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د پرتو امنیتي ستونزو او پر پلور باندی د فیصدۍ د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړی او د ولسي جرګې له لمړي مرستیال څخه يې ددی ستونزو د له منځه وړلو او د مالیاتو په قانون کې د تعدیل رواستو په برخه کې د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه.ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ځینو هغو قوانینو د تطبیق په اړه چې د ټولنې د واقعیتونه سره هیڅ ډول مطابقت نه لري په ځانګړی توګه د پیسو وینځلو قانون، او د هېواد د صرافیو له خوا خصوصي سکتور ته په راولاړو شوو ستونزو خبرې وکړی او د پیسو وینځلو قانون کې د تعدیل غوښتونکې شو.ښاغلي خانجان الکوزي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په لاره کې د شتو ستونزو په ځانګړی توګه د مرکزي اتاق ترڅنګ د نورو موازي اتاقونو رامنځته کولو په اړه خپله اندیښته څرګنده او دا کار يې د خصوصي سکتور په زیان وباله.ښاغلي احمد جاوید جیحون د اتاق د مدیره پلاوي د نظریاتو او وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل "زه د هېواد د یوه پانګه وال او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازي په توګه د خصوصي سکتور د ستونزو څخه بشپړه خبرتیا لرم او ژمنه کوم چې د ولسي جرګې په کچه د خصوصي سکتور د ستونزو په له منځه وړلو کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموم."