د افغانستان د مرکزي بانک پریکړې په اړه چې د صرافۍ هډېګانې (دوکانونه) باید د پولي خدمتونو په شرکتونو بدلې شي، د افغانستان د صرافانو سراسري شورا د سلواغې د ۱۸مې نیټې څخه راپدی خوا په احتجاج لاس پوری کړی او د انفرادي جواز پر بنسټ د بیا کار او فعالیت غوښتنه کوي.
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې مرکزي بانک د صرافانو وړاندیزونو په نظر کې نیولو پرته د انفرادي جوازونو توزیع او تمدید لغوه کړی چې دا کار هغوی ته د اداري او بانکي ستونزو سبب ګرځیدلې دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د صرافۍ او پولي خدمتونو ټولې هډې باید د شنبه د ورځې څخه وتړل شي تر هغو چې د مرکزي بانک سره د صرافانو ستونزه پای ته نه وي رسیدلې.
دغه شورا د جواز او نورو قانوني مسائیلو پر بنسټ، غواړي چې د پولي خدمتونو د جواز اخیستل باید اختیاري وي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صرافانو د غوښتنې د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت څخه دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودو غوښتونکی دی.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د الکترونیکي او معیاري سیستم د نه شتون له امله، د حوالې خدمتونه په افغانستان دننه او دباندی د صرافۍ د همدی خصوصي دوکانونو په واسطه ترسره کیږي.