د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې دیارلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي په ګډون د مدیره پلاوي په کاري دفتر کې ترسره شوه.
د مدیره پلاوي د دارالانشاء ریاست له لوري ګډونکوونکو ته اجنډ وړاندی کړې شوه او د اجرائیه کمیټې او عامل ریاست پلاوي د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.