د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په افغانستان کې د هندوستان سفیر رودندرا تاندون سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په هندوستان کې د افغان سوداګرو صادراتي ستونزو په اړه خبرې وکړی. ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانکونې اتاق سره د هندوستان سفارت همیشنۍ همکارۍ وستایلې او د افغان سوداګرو لپاره د هندوستان اوږد مهاله ویزې ترلاسه کولو، په دی وروستیو کې په ځینو افغاني محصولاتو باندې د سرټیفیکیټ یا تصدیق پاڼې وضع کیدلو او نورو سوداګریزو موضوعاتو باندی خبرې وکړی او د هندوستان سفارت څخه يې په دی تړاو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي رودندرا تاندون ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په موخه به لازم ګامونه پورته کړي.