د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رییس ښاغلي " توکل احمد یار" د خپل کار دفتر کې د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې له رییس ښاغلي "طلا محمد اتمانزي" او د تازه مېوو یو شمېر سوداګرو سره د لېدنې په ترڅ کې د هغوی د ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې وکړې. دغه ناسته کې د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي هم حضور درلود.
سوداګرو او د ټرانسپورټي شرکتونو اتحادیې مسوولینو د ټرانسپورټي ارګانونو او د هېواد سرحدي کمیسارۍ له لوري د سوداګرو لپاره د کابل او تورخم دروازو کې را پيدا شوې ستونزې په ځانګړي ډول د تازه مېوې او سبزیجاتو د لېږدونکو لاریو توقف چې د اخادو په موخه رامنځته شوي، د اتاق له رهبرۍ سره مطرح او د شته ستونزو د حل برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي "احمدیار" د سوداګرو او د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې مسوولینو د ستونزو له اورېدو وروسته د هغوی د ستونزو حل برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او له دغو سوداګرو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري او اتاق به هڅه وکړي چې له اړوند حکومتي ارګانونو سره دغو ستونزو ته حل لارې ولټوي.
شنبه، د زمري 4 مه 1399