ښاغلي آرین زلګی اعظمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د جلا جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د هېواد له یو شمېر فابریکهدارانو او مطرح سوداګرو هر یو: ښاغلي حاجي مایل خیرخواه، جلال الدین سعید، حاجي قیس، حاجي میرویس او حاجي کریم جان سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
د هېواد فابریکهدارانو او مطرح سوداګرو، ښاغلي اعظمي ته د پانګونې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کړې او په ټولو کاري چارو کې یې له هغه سره د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي اعظمي، د هېواد فابریکهدارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او خپل کاري لومړیتوب یې د هېواد د خصوصي سکتور ټولنې ته خدمت یاد کړ.
سې شنبې، د وږي ١١مه، ۱۴۰۴