د اتاق د پانګونې مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پخوانۍ مشرتابه غړو سره وکتل

ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، له ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق پخواني لومړي مرستیال، ښاغلي خانجان الکوزی او ښاغلي سلطان محمد صافي د اتاق د مشرتابه پلاوي پخواني غړو او ښاغلي احمد شاه حکیمي د کابل ولایت اتاق لومړي مرستیال او ښاغلي الحاج محمد رفیع عظیمي او ښاغلي میر افغان صافي ملي سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي مهمند د اتاق د پخوانۍ مشرتابه د غړو په استازیتوب، ښاغلي عظیمي ته د پانګونې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې خپلې تجربې به د اتاق له نوي مشرتابه سره د کاري چارو د ښه والي په برخه کې شریکوي.
ښاغلي عظیمي د تېرې شپږ کلنې مودې په اوږدو کې د اتاق د پخوانۍ مشرتابه د غړو د کړنو او خدمتونو قدرداني وکړه، د هغوی د همکارۍ او د کاري تجربو د شریکولو د ژمنې هرکلی یې وکړ او دغه همکاري یې د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې ګټوره وبلله.
 
 
 
دوشنبه، د وږي ١٠مه، ۱۴۰۴