د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست وپېژندل شو.

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د مدیره پلاوي د مشرتابه پلاوي او د عامل پلاوي د کارکوونکو په حضور کې، ښاغلی محمد ولي امیني د عامل پلاوي د ریاست د نوي سرپرست په توګه معرفي کړ.
ښاغلي هاشمي، د عامل پلاوي له مسوولینو څخه د هغوی د کلونو کلونو پرله پسې او شپه‌ورځ خدمتونو لپاره چې د هېواد د خصوصي سکتور ټولنې ته یې وړاندې کړي، مننه وکړه او اړینې سپارښتنې یې وکړې څو د خصوصي سکتور د لا ښه خدمت، د اسانتیاوو رامنځته کولو، او له دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د عامل پلاوي له نوي سرپرست سره د اتاق د اساسنامې او د اتاقونو قانون پر بنسټ همکاري وکړي.
ښاغلی محمد ولي امیني د لوړو زده کړو په کچه د دوکتورا سند لري او په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه تدریس کوي. نوموړی په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د بېلابېلو کچو د کاري تجربو لرونکی او یو امین او ژمن شخص دی.
ښاغلی امیني مکلف دی چې د روڼ او آزاد رقابتي پروسې له لارې څخه د عامل پلاوي د ریاست د دندې له نوماندانو څخه یو د شرایطو لرونکی کس وټاکي او معرفي کړي.
 
 
 
 
شنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴