د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د طبي درملو، ټرانزیټ او بارچلاني اتحادیو له مشرتابه سره وکتل

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د هېواد د طبي درملو، ټرانزیټ او بارچلاني اتحادیو له مشرتابه سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
 
د طبي درملو او بارچلاني اتحادیو مشرتابه، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کړې، د خپلو کاري فعالیتونو او ستونزو په اړه یې معلومات شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د موجوده قوانینو مطابق به په ټولو کاري چارو کې له عمومي رئیس سره هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي هاشمي، د طبي سکتور او بارچلاني اتحادیو رول د خلکو د خدمت رسونې او د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې مهم وباله او خپل اساسي هدف یې د افغانستان د خصوصي سکتور او مصرفوونکو خدمت ګڼلی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د خصوصي سکتور د ستونزو په حل او ملاتړ کې هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴