د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي فریس حداد – زرؤس او د هغه له مل پلاوي سره، د اتاق په مرکزي دفتر – کابل کې تعارفي ناسته وکړه.
ښاغلي زرؤس، ښاغلي هاشمي ته د اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د نړیوال بانک د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل، چې پکې د خصوصي سکتور پیاوړتیا، سلا مشورې، لنډمهاله او اوږدمهاله پورونه، او د بې وزلو خلکو لپاره د کار زمینې برابرول شامل دي.
نوموړي د نړیوال بانک او اتاق ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي زرؤس او د هغه د ټیم راتګ ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له نړیوال بانک سره له څو کلونو راهیسې ښې اړیکې لري.
نوموړي له نړیوال بانک څخه غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور غړو، په ځانګړي ډول کوچنيو او منځنیو متشبثینو ته، که په مرکز کې وي او که په ولایتونو کې، لا ډېر ملاتړ وکړي.
ښاغلي هاشمي د صنعت پراختیا د هېواد د ځان بسیا، او د کارموندنې لپاره مهمه وبلله، او له ښاغلي زرؤس څخه یې غوښتنه وکړه چې هغه سوداګر چې غواړي خپلې فابریکې له بهره هېواد ته راولي، او هغه مېرمنې چې غواړي د کور دننه د غالیو اوبدلو کوچنۍ تولیدي فابریکې جوړې کړي، مالي ملاتړ ورسره وشي.
ښاغلي هاشمي، له نړیوال بانک سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
پنجشنبه، ۱۴۰۴ د زمري ۱۶مه