د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې د جلب، د سوداګریزو نظریاتو د تبادلې، د سوداګرۍ د پراختیا او د صادراتو د ودې په موخه د افغانستان او تاتارستان د خصوصي سکتور تر منځ د B2B سوداګریزه ناسته د کابل ګرند هوټل کې ترسره کړه.
په دې ناسته کې د افغانستان او تاتارستان تر منځ د ساختماني، نفتو، برېښنا تولید، خوراکي توکو، جامو، درملو، ترانسپورت، پاکوونکو موادو، موبل فرنیچر، برقي وسایلو او کرنیزو ماشین آلاتو په برخو کې د ۱۸۵ میلیونه ډالرو څخه د زیات هوکړهلیک لاسلیک وشو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د تاتارستان درنو تجارتي مېلمنو او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، یادې ناسته یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو پانګونو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهمه وبلله او له دواړو هېوادونو تجارتي هیئتونو څخه د ګډون له امله مننه وکړه.
هغه د نننۍ ناستې اساسي هدف د خصوصي سکتور تر منځ د تجارتي توافقاتو ترلاسه کول وبلل او له ټولو ګډونوالو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې له دې ناستې اعظمي استفاده وکړي او لا ډېر تجارتي تفاهمونه لاسلیک کړي.
ښاغلي هاشمي، په هېواد کې روانه سرتاسري امنیتي فضا د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او له هغو افغان سوداګرو څخه چې بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، غوښتنه وکړه چې د عزیزي ګروپ په څېر چې د لس میلیارده ډالرو پانګونه یې د انرژۍ د تولید په برخه کې کوي، وطن ته راستانه شي او د پانګونې له لارې د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمینې برابرې کړي.
نوموړي له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په برخه کې د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د تاتارستان د صدراعظم مرستیال څخه یې وغوښتل چې د خپلو نفتو صادرات د افغانستان نورم او ستندرد ته برابر کړي.
ښاغلي کروک چینکو الویک ولادیمیرویچ، د تاتارستان د صدراعظم مرستیال او د صنعت او تجارت وزیر، د خپل هېواد د اقتصادي لاسته راوړنو او تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي هیله وښوده چې په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونو تر منځ ډېر تفاهمونه لاسلیک شي.
ښاغلي نورالدین عزیزی، د صنعت او تجارت وزارت سرپرست، یاده ناسته د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا لپاره ښه فرصت وباله او له تجارانو او پانګهوالو یې وغوښتل چې له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره ښې تجارتي تفاهمنامې لاسلیک کړي.
ښاغلي عزیزی، د افغانستان خصوصي سکتور د سیمې یو له فعالو سکتورونو څخه وباله او د هېواد اقتصاد په وده کې یې د هغه رول مهم وباله. نوموړي خبر ورکړ چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې به ډېر ژر په روسیې کې د تاتارستان له لوري حل شي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان او تاتارستان تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې پر اهمیت خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي تبادلو د زیاتوالي لپاره یې د افغان بانک یوه څانګه د پرانیستلو وړاندیز وکړ.
نوموړي د هوايي کارګو په مرسته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي ته اشاره وکړه، په ځانګړې توګه هندوستان ته، او د تاتارستان همکاري یې وغوښته.
ښاغلي مهمند، د تاتارستان د چرګانو فارمونو تجربو ته په اشارې سره، د افغان سوداګرو سره په دې برخه کې د ګډو پانګونو غوښتنه وکړه. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزې ورکولو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه، په ځانګړې توګه د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت سره په همغږۍ.
په دې ناسته کې، د یادو ویناوالو ترڅنګ، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، د تاتارستان تجارتي هیئت غړو، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ګڼ شمېر غړو ګډون کړی و.
پنجشنبه، د زمري ۱۶مه، ۱۴۰۴