خدماتي کارکوونکو لپاره د شپږ میاشتني سواد آموزي پروګرام په بریالی توګه پای ته ورسېدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د دې ادارې د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او پرمختګ په موخه، د هېواد د معارف وزارت په همکارۍ، یو شپږ میاشتنی سواد آموزي پروګرام جوړ کړی و، چې د ټاکلي مودې تر بشپړېدو وروسته، بریالي پای ته ورسېد.
 
د دې فراغت په محفل کې ښاغلیو: میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، عبدالسلام کوهی د اتاق حقوقي سلاکار، امانت خان د مالي مفتش مسؤل، مولوي محمد ابراهیم محمدی د معارف وزارت د لويانو د زده کړې امر او د اتاق د بېلابېلو څانګو یو شمېر مسؤلین ګډون درلود.
ښاغلي پوپل، د اتاق د خدماتي کارکوونکو او د نورو حکومتی ادارو لپاره د داسې یو ارزښتناک سواد آموزي پروګرام د جوړولو له امله، د معارف وزارت له هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه. هغه د پوهنې رول د پوهاوي او سواد لوړولو، د اړیکو ښه کولو، او په دفترونو کې د کاري چارو د اسانتیا لپاره مهم وباله. نوموړي، په راتلونکي کې د ورته نورو پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق د ټولو خدماتي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په برخه کې به پوره همکاري کوي.
ښاغلي محمدی، د اتاق د اجرائیه پلاوي له مسؤلینو څخه د دوی د همکاریو له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې باید دا ډول سواد آموزي پروګرامونه په ټولو حکومتی او نیمه حکومتی ادارو کې هم جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې دا سواد آموزي پروګرام د اتاق د بشري منابع د دیپارتمنت له لوري د شپږو میاشتو لپاره د خدماتي کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، او فارغانو ته د معارف وزارت له لوري د درېیم ټولګي د فراغت سندونه هم ورکړل شول
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، ۱۷ سرطان ۱۴۰۴