د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغليو محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، سید جاوید برهان د مدیره هیات د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مدیره هیات غړی او د افغان–پاک ګډ اتاق رئیس، ضیاءالدین اچکزی او سید پرویز سادات هوفیانی د مدیره هیات غړي، د ښاغلي میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي مالی او اداری سرپرست مرستیال او ښاغلي عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي سلاکار په حضور کې، له ښاغلي مجیبالرحمن ناصري، د خصوصي روغتونونو د اتحادیې مرستیال او د یادې اتحادیې له یو شمېر غړو سره د اتاق د کنفرانسونو تالار کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
ښاغلي پوپل، ښاغلي ناصري او د هغه ملګرو ته د هرکلي تر څنګ، د اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تېرو کلونو کې د خصوصي سکتور د ودې او د هېواد د تولیداتو د معرفي لپاره ګڼ شمېر سوداګریز کنفرانسونه او نندارتونونه جوړ کړي دي.
ښاغلي مهمند، د روغتیا سکتور له غړو څخه د دوی د شپه او ورځ خدمتونو لپاره مننه وکړه او د دوی پانګونې یې د معیاري روغتیایي خدماتو د ارتقا، اقتصادي ودې او د کار زمینې د برابرولو له پلوه ارزښتناک وبللې. هغه د هېواد د ټولو روغتونونو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او د روغتیای اتحادی له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپل مشخص وړاندیزونه د معیاري روغتیایي خدماتو د ښهوالي لپاره په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري.
ښاغلي مهمند، له ټولو اړوندو حکومتی ادارو غوښتنه وکړه چې د هېوادوالو د ښه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف، د روغتیا سکتور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د حکومت د مشرتابه مقام د هغو مهمو لارښوونو یادونه وکړه چې د خصوصی سکتور لپاره په حکومتی ادارو د اسانتیا رامنځته کولو لپاره صادرې شوي دي، او له ښاغلي ناصري یې وغوښتل چې د اتحادیې له غړو څخه پنځه تنه د خپلو ستونزو د شریکولو لپاره اتاق ته معرفي کړي، ترڅو موضوعات له اړوندو حکومتی ادارو سره تعقیب شي. نوموړي، د روغتیا سکتور د ستونزو په حل کې د اتاق له هر اړخیز ملاتړ څخه هم ډاډ ورکړ.
ښاغلي ناصري، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه او د روغتیا سکتور مهمې ستونزې، په ځانګړي ډول د خصوصي روغتونونو پر مالیاتو د زیاتوالي مسله یاده کړه. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کې د اړوندو حکومتی ادارو په همغږې سره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي الکوزي، روغتیا سکتور د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې یو له مهمو او بنسټیزو سکتورونو څخه وباله او د دې سکتور د کیفیت لوړوالي د نړیوالو معیارونو پر بنسټ ټینګار وکړ. هغه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لهخوا د روانو ستونزو په حل کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
سهشنبه، د چنګاښ ۱۷ مه ۱۴۰۴ کال