د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبري پلاوي ښاغلی محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال او ښاغلی شیرین آغا سخی د هیات مدیره مالي رئیس د افغانستان د دوایي خدمتونو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې.
د دوایي خدمتونو د اتحادیې غړو د اتاق د رهبري پلاوي هرکلی وکړ او خپلې مهمې ستونزې یې یادې کړې، چې پکې د هغو دوایي موادو د واردېدو مخنیوی شامل و چې په داخل کې تولیدېږي، د شرکتونو د ثبت په سیستم کې د اسانتیاوو نشتوالی، او د دوایي سکتور له استازو سره د جوړو شوو طرحو نه شریکول. هغوی د اتاق له مشرانو وغوښتل چې له اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږۍ، د دغو ستونزو په حل کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلی مهمند د دوایي سکتور ونډه د روغتیایي حالت په ښه والي، د اقتصاد په پیاوړتیا او د ټولنیز هوساینې په لوړولو کې مهم وبلل او پر دې یې ټینګار وکړ چې هېواد ته باید د کیفیت لرونکې دوا وارد کړی. نوموړي د اتحادیې د غړو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی د ستونزو په حل کې هر اړخیز ملاتړ کوي.
یکشنبه، د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴ کال