د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه هیات په حضور کې د همکارۍ تفاهم‌لیک د کرنې، مالدارۍ او اوبو‌لګولو وزارت او هلال ګروپ ترمنځ، لاسلیک شو.

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت معین ښاغلی مولوي صدراعظم، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی حضرت علي هده وال او د هېواد یو شمېر حکومتی چارواکو او مخکښو سوداګرو په حضور کې، د کرنې وزارت او د هلال ګروپ ترمنځ د همکارۍ د تفاهم‌لیک د لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړ. دغه تفاهم‌لیک د اصلاح شویو تخمونو د ښه توزیع لپاره ترتیب شوی و، تر څو بزګرانو ته لا غوره خدمتونه وړاندې شي.
 
ښاغلی مهمند له ښاغلی هده وال څخه د دوی د پانګونې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او د هېواد د کرنیز سکتور د میکانیزه کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي اصلاح شویو تخمونو ته ستندرد ورکول د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي او نړیوالو بازارونو کې د غوره ځای پیدا کولو لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه وکړه.
ښاغلی مهمند کرنه د افغانستان له مهمو اقتصادي سکتورونو څخه وبلله او له ټولو د کرنې د پوهنځیو استادانو یې وغوښتل چې د هغو تخمونو د کرلو او پراختیا په برخه کې زیاتې څېړنې وکړي چې لږ اوبو ته اړتیا لري، او همداراز د هېواد د اوبو د مهار لپاره علمي څېړنې ترسره کړي. هغه د افغانستان سوداګریزې اړیکې له ټولو هېوادونو سره د ښه کېدو په حال کې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور ټولو غړو ته به د اړوندو حکومتی ادارو په همغږۍ سره، د سوداګرۍ د لا اسانتیا لپاره، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیز ملاتړ کوي.
ښاغلی مولوي صدراعظم د کرنې د اهمیت او د هېواد په اقتصاد کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او د زراعتي حاصلاتو د زیاتوالي په هدف، یې د اصلاح شویو تخمونو د وېش یادونه وکړه، چې باید د هېواد ټولو بزګرانو ته ورسول شي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د چنگاښ ۱۵ مه ۱۴۰۴ کال