د نجيب زراب مارکيټ کې د غاليو صادروونکو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ليدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغليو محمد يونس مهمند د اتاق لومړی مرستيال، سيد جاويد برهان د اتاق د مدیره‌ پلاوي د نړيوالو اړيکو رئيس، خانجان الکوزی د مدیره‌ پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئيس، سيد پروېز سادات هوفياني او احمد شکيـب احمديار د مدیره‌ پلاوي غړو د ښاغلي اميد حيدري د اتاق ارشد سلاکار په شتون کې، د غاليو اتحاديې د مدیره‌ غړي ښاغلي حاجي غلام قادر سخي زاده او مل پلاوي سره وکتل او د غاليو سکتور د ستونزو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي سخي زاده، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ته د نجيب زراب مارکيټ کې ښه راغلاست ووايه، د غاليو سکتور ستونزې يې له پلاوي سره شريکې کړې او له هغوی يې وغوښتل چې د اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږۍ کې د سوداګريزو آسانتياوو برابرولو، د غاليو سکتور غړو د ملي او نړيوالو نندارتونونو لپاره معرفي کول، د غاليو نندارتونونو جوړول او د افغانستان د صادراتي غاليو لپاره د نړيوالو مارکيټونو د پيدا کولو لپاره لا زياتې هلې ځلې وکړي.
ښاغلي مهمند، غالی يې د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو څخه وباله او دا يې د هېواد د ملي هويت يو مهم عنصر ياد کړ. نوموړي د هېواد د اقتصاد په وده او خلکو ته د کار د زمينو برابرولو کې د غاليو سکتور رول مهم وباله. هغه د جرمني په هغه نندارتون چې لنډ وخت وروسته به جوړ شي، ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له ټولو د غاليو صادروونکو يې وغوښتل چې په پراخ ډول پکې ګډون وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د نړيوالو مارکيټونو د پيدا کولو په موخه د اتاق له لوري د ترسره شويو کلونو هڅو په اړه خبرې وکړې او د هېواد د توليدي محصولاتو د پوره ملاتړ اعلان يې وکړ. نوموړي له ټولو صادروونکو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړانديزونه د غاليو اتحاديې په همغږۍ کې اتاق ته په ليکلي بڼه وسپاري.
د اتاق لومړي مرستيال، يادونه وکړه چې د امام ابو حنيفه (رح) څلورم ملي او نړيوال نندارتون به ډېر ژر د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق له لوري په کابل ښار کې جوړ شي او ژمنه يې وکړه چې د غاليو سکتور ته به پکې ځانګړی سالون ورکړل شي.
ښاغلي برهان، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ملاتړی او له حکومت سره د اړيکو پُل وبلله او د هېواد د توليدي محصولاتو د پوره ملاتړ څرګندونه يې وکړه.
ښاغلي الکوزي، د غاليو سکتور رول د کارموندنې په برخه کې مهم وباله او د غاليو د صنعت د روغتيايي پرمختګ او عصري ټکنالوژۍ د کارونې پر اړتيا ټينګار وکړ. هغه د هېواد اقتصادي وده د کورنيو توليداتو د زياتوالي او له ګاونډيو هېوادونو سره د بانکي ستونزو د حل کلي وباله.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د چنگاښ۱۴ مه ۱۴۰۴ کال