ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د هېواد د یو شمېر لوړ پوړو حکومتی چارواکو او مشهور سوداګرو په حضور کې، د کابل تاج هوټل د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، د کابل تاج هوټل له مسؤولینو څخه د پانګونې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه، او دا ډول پانګونې یې د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمې وبللې. نوموړي همداراز د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د خصوصي سکتور اړیکې مثبتې وارزولې، او د هېواد ټول پانګهوال یې د بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د هوټلدارۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅول.
ښاغلي مهمند، د کابل تاج هوټل له مسؤولینو څخه د غوره خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه، او ښه هوټلي خدمتونه یې د پرمختګ سره تړلي وبلل. نوموړي د افغانستان د خصوصي سکتور د سوداګرۍ راکړې ورکړې شمیرو په اړه خبرې وکړې، او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به له اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ له لارې خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو برابرولو کې مرسته کوي.
د سوداګرۍ اتاق لمړی مرستیال، د هېواد په بیا رغونه کې د سوداګرو رول مهم وباله، او له ټولو پانګهوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې د هېواد په آبادۍ کې خپل فعال ګډون ولري. هغه له ټولو هېوادوالو هم غوښتنه وکړه چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او په خپلو ټولو مراسمو کې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.