ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د اقتصادي همکاریو د سازمان (ECO) د مشرانو په اووولسمه غونډه کې چې د آذربایجان په خاکندی ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په دې مهمه ناسته کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلی ملا عبدالغني برادر اخند، د ازبیکستان، قزاقستان، ايران، ترکیې، قبرس، قیرغیزستان، ترکمنستان او آذربایجان ولسمشران، د پاکستان لومړی وزیر، او همداراز د هېواد یو مخکښ سوداګر محترم حاجي زلګي عظیمي هم حضور درلود.
ښاغلي احمدیار، د ناستې په څنګ کې د خصوصي سکتور لیدلوري، وړاندیزونه، او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو، سوداګریزو اړیکو د لا زیاتوالي، او د ګډو پانګوالو پروژو د رامنځته کولو اړوند نظریات د ګډونوالو سره شریک کړل.
د اتاق د مشرتابه حضور موخه د سیمې له هېوادونو سره د خصوصي سکتور لپاره د ملاتړ جلب، د پانګونې فرصتونو معرفي، او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر اسانتیا وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، په ورته سیمهییزو او نړیوالو ناستو کې فعال ګډون د هېواد د اقتصادي ډیپلوماسۍ لپاره یو مهم ګام بولي او ژمن دی چې رامنځته شوي فرصتونه تعقیب کړي.