د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس عمومي، ښاغلی توکل احمدیار، د خپل رسمي سفر په دوام کې د آذربایجان هېواد د پانګونې پراختیا او صادراتو د زیاتوالي ادارې (AzPromo) له رئیس سره ولیدل. په دې لیدنه کې ښاغلي سلطان محمد صافی، د اتاق د مشرتابه غړی، او نومیالی افغان تاجر، حاجي زلگی عظیمی، هم ورسره مل وو.
په دغه مهمه ناسته کې دواړو خواوو د ګډو پانګونو، د تجارتي اړیکو پراختیا، افغان سوداګرو ته د ویزو په اجرا کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، او د صادراتو او وارداتو د وده لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي احمدیار د آذربایجان له همکاریو مننه وکړه او هیلهیې وښوده چې د افغان سوداګرو لپاره دې لا ډېرې آسانتیاوې برابرې شي او د پانګونې لپاره دې متنوع فرصتونه رامنځته شي.
د AzPromo رئیس د افغانستان له لوري د شته وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنهیې وکړه چې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د صادراتو د پراختیا، او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د آسانتیا په برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي.
دا لیدنه د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخوالي، او د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
چهارشنبه، د چنګاښ ١٢مه، ١٤٠٤