د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه غړو، ښاغلي: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، عصمتالله وردګ د پانګونې مرستیال، خانجان الکوزی د اتاق د مدیره هیئت غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او سیدپرویز سادات هوفیاني د اتاق د مدیره هیئت غړی، د ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوی مالی او اداري سرپرست مرستیال په شتون کې، له ښاغلي علیشیر عالموف، د ازبیکستان د UZVTORCETMET شرکت رئیس سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د افغانستان پر پانګونې یې بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي عالموف د خپل شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او په افغانستان کې یې د فلزاتو د پروسس په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه. هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، ښاغلي عالموف ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په افغانستان کې د پانګونې د موجودو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې په هېواد کې عمومي امنیت، د کوکنارو کر کیله بندېدل او په ادارو کې د فساد له منځه تلل، د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، اتاق د هغو پانګوالو هرکلی کوي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وکولای شي تولیدي فابریکې تاسیس کړي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي. همدارنګه، اتاق به د اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږۍ لازمه همکاري وکړي.
ښاغلو عصمتالله وردګ، خانجان الکوزي، او سادات هوفیاني د تولیدي فابریکو، په ځانګړې توګه د اوسپنې د ذوب فابریکو، د سیخ ګول تولید، او د هېواد د خامو او بیا پروسس شوو موادو څخه د استفادې اړوند خبرې وکړې. دوی وویل، چې اوس مهال د افغانستان مهمه اړتیا پانګونه د کانونو، په ځانګړي ډول د حاجيګک د اوسپنې کان او نورو کانونو، د استخراج او پروسس په برخه کې ده.
پنجشنبه، د چنګاښ ١٢ مه، ۱۴۰۴