د افغانستان د اسلامي امارت د فرامینو د تطبیق او لوی نظارت ریاست د بعضو نفتی موادو د وارداتو مخنیوی له ټولو بندرونو څخه، د ابو نصر فراهي بندر له لارې د ټولو نفتې توکو وارداتو بندیز، تر هغې د نفتو د جوازونو صادرول بندول تر څو نوی طرزالعمل ترتیب شي، د هغو شرکتونو له لورې چې د نفتو د فعالیت جواز لري، بازارونو ته د تېلو وېش، په بندرونو کې د لابراتوارونو تخنیکي ستونزو حل، او د نظارتي آمریتونو جوړول په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړ.
یاد کنفرانس د ښاغلي مولوي شمسالدین شریعتی، د فرامینو د تطبیق او لوی نظارت ریاست سرپرست، په مشرۍ او د اتاق د مشرتابه پلاوي، ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، شیرین آغا سخي د مشرتابه پلاوي مالي رئیس، خان جان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ــ پاکستان ګډ اتاق رئیس، محمد داوود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړی، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي مشاور او د بیلابیلو سکتوري وزارتونو د مرستیالانو په شتون کې ترسره شو.
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور ملاتړ د لوی نظارت ریاست له وروستیو اقداماتو څخه اعلان کړ او زیاته یې کړه: د ټیټ کیفیته نفتو واردات کولای شي ناوړه پایلې ولري، په ځانګړي ډول د چاپېریال ککړتیا، د وسایطو د عمر کمښت، د بازار ګډوډي، اقتصادي ستونزې او بشري/روغتیایي ستونزې.
نوموړي د ټیټ کیفیته تېلو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو نفت واردوونکو سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د کیفیت لرونکو تېلو پر وارداتو ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د بی کیفیت خوراکي او طبي موادو په مخنیوي هم ټینګار وکړ او له ټولو سوداګرو څخه وغوښتنه وکړ چې خپلې ټولې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري. هغه د نفتو د اتحادیې ټولو مسؤلینو څخه د هیواد په بازار کې د تیلو او مایع ګاز د متوازن کولو په خاطر مننه وکړه او د افغانستان اقتصادي - تجاري اړیکې یې د نړۍ او سیمې هېوادونو سره مخ په ښه کېدو کې وبلل.
د اتاق لومړۍ مرستیال، د افغانستان سوداګریزو معاملو د ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د زیاتېدو لپاره د صادراتو په برخه کې د بسته بندۍ او نورو مسایلو د معیاری کول مهم وباله او له حکومتی چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د هېواد له خصوصي سکتور سره ډېرې همکارۍ وکړي.
چهارشنبه، غبرګولی ١٤مه،۱۴۰۴