د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي له یو شمېر د سیس سرب فابریکو له خاوندانو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو، ښاغلي ضیاالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړی او ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست د سیس سرب فابریکو له یو شمېر خاوندانو سره د اتاق د کنفرانس تالار کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د سیس سرب فابریکو خاوندانو خپلې مهمې سوداګریزې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې دې د اړوندو دولتي ادارو سره جدي همغږي وشي.
ښاغلي پوپل د سیس سرب فابریکو خاوندانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د تولیدي فابریکو رول د کارموندنې، اقتصادي ودې او صادراتو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم وباله. نوموړي د سرب فابریکو مسؤلینو وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق وکولای شي د اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لارې عملي اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي اچکزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له‌خوا د ټولو تولیدي فابریکو او د هېواد د سوداګرۍ سکتور څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د بازارونو انحصار یې د خصوصي سکتور لپاره ستر خنډ وباله. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق به د موجوده ستونزو د حل لپاره د اړوندو دولتي ادارو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۵مه