ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ورسره ښاغلی میراجان سلیمان خېل، د افغانستان – ایران ګډ اتاق رئیس او ښاغلی توخی، یو مخکښ تاجر، هم ملتیا لرله، د ایران د سوداګرۍ او صنایع اتاق له لوري جوړ شوي د ډبرو، اوسپنې او کانونو نندارتون کې ګډون وکړ او د هغه هېواد د تولیدي محصولاتو غرفې یې وکتلې.
ښاغلي مهمند د خپل سفر په څنډه کې جلا جلا ناستې د ایران – افغانستان د سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي سیادت او د خاف د خلکو له استازي او د خراسان رضوي آستان مرستیال ښاغلي توکلي سره ترسره کړې، چې پکې یې د افغانستان اوسني فرصتونه ورسره شریک کړل. هغه له ښاغلي رضوي څخه غوښتنه وکړه چې د ایران تاجران او پانګوال د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون ته وهڅوي، او له افغان تاجرانو سره د ګډو پانګونو زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند، له ټولو هېوادونو سره په ځانګړي ډول له ایران سره، د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، او د خصوصي سکتور تر منځ د ګډو نندارتونونو جوړول یې د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو او د سوداګرۍ د تبادلې د پراختیا لپاره ارزښتناک وبلل.