د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د درملو سکتور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د نظریاتو د تبادلې او ګډو پانګونو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د ازبیکستان تجارتي اتشه ښاغلي جمشید بدلوف، د درملو خدمتونو اتحادیې مرستیال او د اتاق لوړپوړي سلاکار ښاغلي محمد محسن ساحل پرواني، او د دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر درملو سوداګرو په ګډون، د کابل ښار په پروان هوټل کې جوړ شو.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ۹۴ کلنو فعالیتونو او د هېواد په اقتصادي وده کې د دې اتاق پر رول خبرې وکړې. نوموړي، له د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د وروستۍ ناستې جزییات او د درملو وارداتو ارقام هم ګډونوالو ته وړاندې کړل. هغه د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او له ازبیک سوداګرو یې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره په ځانګړې توګه د درملو په سکتور کې ګډې پانګونې وکړي. نوموړي وویل، ګډې پانګونې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي جمشید بدلوف، دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او له دواړو لوریو سوداګرو یې وغوښتل چې له ننني کنفرانس څخه ښه ګټه واخلي.
ښاغلي ساحل پرواني، د ازبیک مېلمنو او ګډونوالو هرکلی وکړ، ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ دا ناسته کولی شي په ځانګړې توګه د درملو او روغتیايي خدمتونو سکتور کې د سوداګرۍ پراختیا ته مهم رول ولوبوي. نوموړي د دې ناستې له پایلو څخه د ښې پایلې هیله وښوده.