د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ښاغلو: شیرین آغا سخي د اتاق د مشرتابه پلاوي د مالي رئیس، خانجان الکوزي د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، جمشید بدلوف په افغانستان کې د ازبیکستان تجارتي اتشه، یخوبوف دوران د ازبیکستان د صنعت او سوداګرۍ اتاق رئیس او ورسره مل پلاوی، احمد شاه حکمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، او محمد انور عارفي د اتاق د پالیسي او تخنیکي مرستیال په ګډون، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزی سره لیدنه وکړه او د ګډو پانګونو او تجارتي همکاریو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ له پاکستان سره د ترانزیټي ستونزو یادونه وکړه او د څو اړخیزو ګډو سوداګریزو اتاقونو جوړول یې د دې ستونزو د حل لپاره مهم وبلل. نوموړي د ازبیکستان د صنعت او سوداګرۍ اتاق رئیس او تجارتي اتشه څخه غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد سفارت سره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان ترمنځ د ترانزیټي ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي، څو سوداګر وکولای شي خپلې سوداګریزې تبادلې په چټک ډول ترسره کړي.
ښاغلي دوران د سفر موخه له افغان سوداګرو سره د نظریاتو تبادله او د درملو تولیدي فابریکو، ودانیزو چارو، مالدارۍ، چرګانو پالنې، او یخچالي ګودامونو په برخو کې د ګډو پانګونو پیل وښود. نوموړي له سرپرست وزیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او د هغه نندارتون په اړه یې معلومات ورکړل، چې په نږدې راتلونکي کې به د ازبیکستان په ترمز ښار کې جوړ شي. هغه ښاغلی عزیزی دغه نندارتون ته د ګډون لپاره هم راوباله.
ښاغلي دوران زیاته کړه: "موږ د تورخم د ترانزیټ ستونزې د ازبیکستان له سفارت سره شریکې کړي او له هغوی مو غوښتنه کړې چې له پاکستاني چارواکو سره د یادو ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي."
ښاغلي الکوزي د افغانستان د ترانزیټي لارې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: دا لاره د نورو ګاونډیو هېوادونو له لارې د مالونو د لېږد پر وړاندې لنډه، اقتصادي او مصؤنه ده، او ټول هېوادونه کولی شي له دې لارې خپل سوداګریز تبادلات له پاکستان او نورو اسیايي هېوادونو سره ترسره کړي.
محترم نورالدین عزیزی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو د اتاقونو له وړاندیزونو یې ملاتړ وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس ته د توازن راوستلو غوښتنه وکړه. نوموړي، د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د سکینر نصبولو ته په صادراتو کې مهم رول ورکړ او له ازبیکستان څخه یې د اورګاډي کرښې تعرفو کمولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي عزیزی، د ازبیکستان څخه تر سپین بولدک پورې د اورګاډي کرښې جوړول د منځنۍ آسیا هېوادونو له جنوبي آسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره مهم وبلل او د یادې کرښې د تمدید په برخه کې یې د ازبیکستان د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړه.