یادې غونډې ته چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، بېلابېلو ولایتي اتاقونو او اتحادیو استازو ګډون کړی و، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی، د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزی، او د اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي ګډون درلود.
ښاغلي نورالدین عزیزی د کازان او مسکو نندارتونونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له افغان شرکتونو یې غوښتنه وکړه چې د معیاري بسته بندۍ سره خپل لوړ کیفیت تولیدات نندارې ته وړاندې کړي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د ګډون د لومړیتوبونو په اړه خپل نظر هم شریک کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند دا نندارتونونه د افغان محصولاتو لپاره مهم وبلل او د سوداګرو د پیسو انتقال په برخه کې یې د بانکي ستونزو یادونه وکړه، او وړاندیز یې وکړ چې د هیواد له بانکونو څخه، په ځانګړي ډول دولتي پشتنی بانک، یو استازی دې مسکو ته د استازولۍ د پرانیستلو لپاره واستول شي.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشورتي دریځه مننه وکړه او څرګنده یې کړه که هر یو نندارتون د وزارت او سوداګرو له خوا تایید شي، اتاق هم د هغه ملاتړ کوي.
ښاغلي خانجان الکوزي د نندارتونونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د افغان سوداګرو ګډون په مسکو کې به دوی ته ښه چمتووالی او زیات فرصتونه برابر کړي.
ښاغلي محمد انور عارفي دا ناسته د ښه همغږۍ او پراخ ګډون لپاره ګټوره وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق له لوري به د تخنیکي همغږۍ په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغان-روسیې سوداګریزې مجمعې سره هر اړخیزه همکاري وشي.
ټاکل شوې چې د افغان-روسیې سوداګریزه مجمع، چې سوداګریز فورم، دوه اړخیزې تجارتي ناستې، او د افغان تولیداتو نندارتون به پکې شامل وي، په روسیه کې ترسره شي.