د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ښاغلي مولوي امیرخان متقی سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل او له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او همدارنګه د سوداګرو د ویزو د صادرولو په برخه کې د ستونزو د حل په اړه اړه خبرې اترې وکړي.
 
ښاغلي مهمند د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو او د خصوصي سکتور غړو ته د ۲۰۰۰ څخه د زیاتو سوداګریزو ویزو د ورکړې په برخه کې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د هغوی د پرله پسې اړیکو په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته په جرمني او ناروې کې د قونسلګرۍ خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه وکړه، د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړه ورکړه د اندازې په اړه ښاغلي متقی ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ياد شوي کال يې د خصوصي سکټور لپاره تر ټولو بريالي کال وباله.
ښاغلي مهمند، د هېواد د بهرنیو چارو محترم وزارت څخه چې تل یې په بهرنیو سفرونو کې یې سوداګر او خصوصي سکتور له ځان سره د لرلو له امله مننه وکړه او د افغان سوداګرو عمده ستونزې د هند هېواد د ویزو د اسانتیاوو نشتوالی وګنل او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکټور غړو ته د ویزو په ورکولو کې لا زیاتې هڅې وکړي. تر څو سوداګر وکولای شي په خوندي توګه د سیمې له هېوادونو سره سوداګري زیاته کړي.
ښاغلي مولوي امیرخان متقی، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړی مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د تامین او د هېواد د خصوصي سکتور غړو ته د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو په برابرولو کې د بهرنیو چارو وزارت د هڅو ډاډ ورکړ.
 
 
 
پنجشنبه، د وری ۷ مه ۱۴۰۴