د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل او د پاکستان په ګډون یې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا او له دغه هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت په لاره کې د شته ننګونو د هواري په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د پاکستان د سوداګرۍ اتاق او د خیبر پښتونخوا د صنایعو د اتاق د پرله پسې هڅو په اړه چې د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په برخه کې ترسره شوي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ياد شوي لارې په بيا پرانستلو کې د ننګرهار ولايت د سيمه ييزو مسوولينو او د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي همکاری مثبت و ګنل او هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د خبرو اترو او د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکټور د ګډو هڅو په پایله کې به د سوداګرۍ او ترانزیت لارې د تل لپاره پرانیستې پاتې شي.
ښاغلي نورالدین عزیزي د تورخم دروازې په بیا پرانیستلو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، د پاکستان د سوداګرۍ اتاق او د خیبر پښتونخوا د صنایعو د اتاق له هڅو مننه وکړه. او د هېواد د خصوصي سکټور له فعالیتونو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې خپل ملاتړ څرګند کړ. هغه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر ښو سوداګریزو اړیکو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
چهارشنبه، د وری ۶ مه ۱۴۰۴