د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي به داسي حال کې چې د اتاق د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسوول ښاغلي عبدالمتین غالب هم حضور درلود د قزاقستان د صنایعو ټولنیزو چارو له مرستیال ښاغلي علي عثمانوف سره په انلاین توګه وکتل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي عارفي قزاقستان په اسیا کې د خوراکي توکو یو ستر صادرونکی هېواد وباله او له ښاغلي عثمانوف
څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ته ډېره پاملرنه وکړي او قزاقستان سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې ګډې پانګونې وکړي. هغه د قزاقستان سوداګرو ته د افغان سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزه او په بدل کې د افغان سوداګرو د مالونو نه لېږل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر وړاندې له سترو ننګونو څخه وبلل او د قزاقستان د صنایعو ټولنیزو چارو له مرستیال څخه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو د پیسو د لېږد په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي عثمانوف د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د قزاقستان د سوداګرو چمتووالي ته اشاره وکړه او په نږدې راتلونکي کې یې د قزاقستان په استانه ښار کې د افغان-قزاق سوداګریزې خونې د پرانیستلو اعلان وکړ. نوموړي له ښاغلي عارفي څخه وغوښتل، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې د ازبکستان له دولتي چارواکو سره په ناسته کې پر هغو توکو د ګمرکي تعرفو د کمولو په موخه، چې د ازبکستان د اورګاډي کرښې له لارې افغانستان ته ننوځي، خبرې وکړي.
چهارشنبه، د وری ۶ مه ۱۴۰۴