د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د ستونزو د حل او د بېلابېلو سکتورونو د تخصصي کمېټو د جوړولو د لړۍ په دوام، د وچې مېوې تخصصي کمېټه او د هغې مشرتابه غړي د یوې ناستې په ترڅ کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اڅکزي، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال ښاغلي میر زمان پوپل، د دولت سره د اړیکو د څانګې مسؤول ښاغلي صمیم هاشمي او د یادې کمېټې د ګڼ شمېر غړو په حضور کې وټاکل شول.
ښاغلي مهمند، ټولو سوداګرو ته چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی و، هرکلی ووایه. نوموړي، د خصوصي سکتور له ټولو غړو، په ځانګړې توګه د وچې مېوې له سوداګرو څخه د هغوی د همکارۍ له امله چې په سختو شرایطو کې یې له بې وزلو خلکو سره کړې، او همداراز د خصوصي سکتور د شته ستونزو، لکه بهر ته د پیسو د لېږد ستونزه او په بانکونو کې د هغوی د پیسو کنګېدل د زغم له امله مننه وکړه. هغه، ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د افغانستان د وچې مېوې لپاره د نړیوالو بازارونو د موندلو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د کام ایر او آریانا هوایي شرکتونو له مسؤولینو سره د ګڼو ناستو یادونه وکړه، چې موخه یې د افغانستان د وچې مېوې صادراتو ته د خوندي او مناسب قیمت لرونکي هوايي ترانسپورت زمینې برابرول دي. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپل ټول توکي د نړیوالو ستندردونو مطابق نړیوالو بازارونو ته صادر کړي. همداراز، نوموړي د هغه نندارتون په اړه، چې په نږدې راتلونکي کې په روسیه کې د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو په موخه جوړېږي، د وچې مېوې کمېټې غړو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات په نړیوال بازار کې معرفي کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خصوصي سکتور د ستونزو د ژر حل په موخه د دا ډول کمېټو جوړېدل مهم وبلل او له ټولو د وچې مېوې سوداګرو یې وغوښتل چې له دې وروسته خپلې ټولې ستونزې د دې کمېټې له لارې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي.
ښاغلي پوپل، د اتاق د بېلابېلو سکتورونو د تخصصي کمېټو د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل او د وچې مېوې سوداګرو رول یې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په ځانګړي توګه هند ته مهم وباله. هغه له سوداګرو وغوښتل چې له دې وروسته خپلې ټولې ستونزې د دې کمېټې له لارې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي، تر څو اتاق وکولای شي چې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ سره د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي اڅکزي، د وچې مېوې د بسته بندۍ د ستندرد جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د خپلو صادراتو په برخه کې د نړیوالو معیارونو مراعات وکړي.
ښاغلي شیرین آغا سخي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د افغانستان د وچې مېوې د نړیوال مقام ترلاسه کولو لامل یې د هېواد غوره اقلیم یاد کړ. هغه، د وچې مېوې د ټولو صادرونکو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل ټول توکي د اروپايي معیارونو مطابق بازار ته وړاندې کړي.
په دې ناسته کې، محترم عبدالقاسم امرخېل د وچې مېوې د کمېټې د رئیس، او ښاغلو: سیف الرحمن، عبدالقاسم الکوزی او احمد جاوید جویا د دې کمېټې د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
ښاغلي امرخېل، د دې ناستې په تنظیم کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې برخې ستونزې به د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي او د ښه همغږۍ لپاره به هلې ځلې وکړي.
سې شنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۱ مه