د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، د تورخم دروازې د سوداګریزو توکو او خلکو پر مخ د بیا پرانیستې په موخه، د خپلو هڅو د دوام په لړ کې، د یکشنبې په ورځ د کب په ۱۹مه، په جلالآباد ښار کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه او د ختیځ زون له یو شمېر سوداګرو سره، او همداراز د تورخم دروازې په سیمه کې د پاکستان د سوداګریزو اتاقونو له مشرتابه سره جلا جلا ناستې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، چې ښاغلیو: میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او نقیبالله صافي، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس یې ملتيا کوله، لومړی په جلالآباد ښار کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوړپوړي سلاکار او د ننګرهار د اتاق د مشرتابه پلاوي له غړي، ښاغلي حاجي ګل مراد عرب، او همداراز د ختیځ زون له یو شمېر سوداګرو سره ناسته وکړه.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د ختیځ زون سوداګرو، د تورخم دروازې د بندېدو له امله خپلې ستونزې، رامنځته شوي چلنجونه، او د دې مسلې ناوړه اغېزې، چې د دواړو هېوادونو پر خصوصي سکتور او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پر خلکو یې کړي، شریکې کړې. هغوی د اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د دې دروازې د پرانیستلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او له دواړو هېوادونو مشرتابه یې د تورخم دروازې د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، له سوداګرو د ستونزو اورېدو وروسته، وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تورخم دروازې د بې قید او شرطه پرانیستلو غوښتونکی دی او د دې هدف لپاره به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
ورپسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست محترم میرزمان پوپل، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس محترم نقیبالله صافي، د پاکستان د سوداګریزو اتاقونو د فدراسیون مرستیال محترم محمد جواد کاظمي، د خیبر پښتونخوا د صنایعو د اتاق رئیس محترم محمد یوسف افریدي، او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ګډون، په تورخم دروازه کې بله ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، دواړو لورو د تورخم دروازې د اهمیت او د سیمې د اقتصادي وضعیت په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراخوالي یې ټینګار وکړ. هغوی وویل چې د تورخم دروازې بند پاتې کېدل باید دوام ونه مومي، ځکه چې د دوی په وینا، د دې دروازې د بندښت له امله، د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور هره ورځ میلیونونه ډالره زیان ویني.
همداراز، دواړو لورو خپلې طرحې او وړاندیزونه یو بل ته وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د دې ناستې د پایلو د تحقق لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۰مه