د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال حضرت ولي هډهوال، سوداګریز مرستیال عبدالولي بابکرخېل، خدماتي مرستیال صفتالله صاحبزاده، مالي مرستیال رئیس اقبال، د دارالانشاء رئیس غلام مصطفی رحیمي، ښاغلي حاجي ګلمراد عرب، ډاکټر مخلص احمد، شعیب جان، د اجراییه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپی، او یو شمېر سوداګرو په شتون کې د پاکستان _افغانستان د ګډ سوداګرۍ اتاق، د خیبر پښتونخوا فیدراسیون، د سرحد سوداګرۍ اتاق، او د خیبر د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه سره انلاین ناسته ترسره کړه.
ښاغلي یونس مهمند وویل: سیاست او سوداګریزې چارې باید له یو بل څخه جلا وساتل شي. هغه زیاته کړه، د تورخم لارې د بندېدو له امله دواړو لورو ته زیان اوښتی، او هغه منفي کړنې چې د بندر د بندېدو لامل کېږي، باید مخه یې ونیول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرتابه باید ژر تر ژره له حکومتي چارواکو سره د تفاهم ناسته ترسره کړي.
ښاغلي مهمند، ټینګار وکړ چې تورخم لاره باید د سوداګرۍ، ترانزیټ، او عامو ولسونو پر مخ خلاصه شي.
نوموړي زیاته کړه: "دا مهال د افغانستان ټول بندرونه خلاص دي او هېڅ ډول مشکل نهلري. د تورخم بندر د ستونزو دایمي حل لپاره باید د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ اتاقونه جدي اقدامات وکړي.
د ننګرهار اتاق لومړي مرستیال، له دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د لارې بندېدل د حل لاره نهده. نوموړي وویل: "د سوداګرۍ اتاقونو مشرتابه باید د ستونزو دایمي حل لپاره سلا مشورې وکړي."
ښاغلي حاجي ګلمراد عرب د پولې دواړو غاړو ته پښتانه یاد کړل او ویې ویل چې د دوی ژوند، دین، او کاروبار مشترک دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره دې په ګډ اتفاق ګام واخیستل شي.
په ناسته کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د ستونزې د حل لپاره باید امنیتي چارواکي لومړی ګام پورته کړي، ډزبند وشي، او د لارې د خلاصون عملي اقدامات ترسره شي. همداراز، شته ستونزې باید د کابل او اسلامآباد د مشرانو لهخوا د دیپلوماتیکو اصولو پر بنسټ دایمي حل ته ورسول شي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو مشرتابه ژمنه وکړه چې د دې هوکړې د عملي کولو لپاره به جدي اقدامات کوي، ترڅو سوداګریزې چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
تورخم لاره له څوارلس ورځو راهیسې د پاکستان لخوا بنده شوې، چې دواړو غاړو ته په زرګونو لارۍ ولاړې دي. سوداګر له میلیوني زیانونو سره مخ دي.