ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، استیفن رودریکز، او د هغه له همکارانو سره آنلاین ناسته ترسره کړه.
د ناستې په پیل کې، ښاغلي احمدیار له دې فرصته خوښي وښوده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته، ښاغلي استیفن رودریکز د دوحې د خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه خبرې وکړې او وویل چې دا ډله د یوناما او د خصوصي سکتور د مختلفو برخو په همکارۍ جوړېږي. نوموړي زیاته کړه چې له افغان حکومت، خصوصي سکتور، نړیوالې ټولنې، او متخصصینو سره له مشورو وروسته، څلور اساسي موضوعات وټاکل شول. دا موضوعات عبارت دي له: د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بانکي ستونزو حل، نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، او د متشبثینو لپاره د پورونو اسانتیا.
د UNDP رئیس له سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه وغوښتل چې خپل نظریات او وړاندیزونه د دې کاري ډلې په اړه وړاندې کړي.
په ځواب کې، محترم احمدیار د یادو موضوعاتو اهمیت تایید کړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له دې پروګرام څخه ملاتړ کوي او یادو اهدافو د پرمختګ لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.