ښاغلي محمدیونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، او ښاغلي میرزمان پوپل، د مالي او اداري مرستیال په حضور کې، د IRU سازمان له مشاور، محترم کاظم آسایش، سره آنلاین لیدنه وکړه او د افغانستان د ترانزیټي اسانتیاوو د پراختیا، د دې سازمان له غړو هېوادونو سره د ترانزیټي همکاریو، او د سوداګریزو تبادلو د لا زیاتوالي په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند، د IRU د نړیوالو خدمتونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د دې سازمان د کړنو قدرداني وکړه او د افغانستان د ترانزیټي لارو د مرکزي او جنوبي آسیا له هېوادونو سره د وصلولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي IRU یو نړیوال سیستم وباله او د افغان ټرانسپورټرانو د عمده ستونزو یادونه یې وکړه، چې د ویزې د صدور د اسانتیاوو نه شتون یو له اساسي خنډونو څخه دی.
محترم مهمند، زیاته کړه چې د سړکونو نړیواله اتحادیه (IRU) باید د یوه نړیوال میکانیزم پر جوړولو کار وکړي، ترڅو ټولې ترانزیټي ستونزې، په ځانګړي ډول د چلوونکو لپاره د ویزې اسانتیاوې، پکې شاملې وي. دا کار به د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د لا زیاتوالي لامل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، همداراز د افغانستان، ترکیې، قزاقستان، او ازبیکستان ترمنځ د ګډې سوداګریز اتاق د رامنځته کولو ارزښت ته اشاره وکړه او له محترم آسایش څخه یې وغوښتل چې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو افغان چلوونکو ته د ویزې د صدور اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي مهمند، همداراز محترم آسایش ته د هغه کنفرانس په اړه معلومات ورکړل، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د جوړولو پلان لري. دا کنفرانس به د خصوصي سکتور د ستونزو د دایمي حل لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ، او د افغان حکومت د رهبرۍ د غړو په ګډون، په کابل کې جوړ شي. محترم مهمند له IRU سازمان څخه وغوښتل چې د دې کنفرانس په ترڅ کې، د یوه معلوماتي پرزنتیشن له لارې، د دې سازمان ټولې ګټې د خصوصي سکتور غړو ته وړاندې کړي.
په دې ناسته کې ښاغلي میرزمان پوپل هم خبرې وکړې او د ټرانسپورټي سکتور د غړو او چلوونکو لپاره د ویزې د صدور اسانتیاوې یې د افغانستان د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي لپاره مهمې وبللې. نوموړي له محترم آسایش څخه غوښتنه وکړه چې له هغو هېوادونو سره خبرې وکړي چې د IRU سازمان غړي دي، ترڅو د خپلو بندرونو له لارې د لا زیاتو ترانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.
محترم پوپل دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چمتو دی چې د حکومتي ادارو له اړوندو مسؤولینو سره د غونډو د برابرولو لپاره همکاري وکړي، ترڅو د افغانستان ترانزیټي ستونزې حل شي.
محترم کاظم آسایش، د IRU د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا سازمان له ۲۰۱۳ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، او اساسي موخه یې د خپلو غړو هېوادونو د تجارتي مالونو لپاره د ترانزیټي اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي افغانستان د ترانزیټ لپاره یو مهم هېواد وباله او د دې هېواد رول یې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د ترانزیټي وصل لپاره ارزښتناک یاد کړ. محترم آسایش د IRU د فعالیتونو د تطبیق په لاره کې تر ټولو لویه ستونزه د افغان حکومت نه همکاري وبلله، او ټینګار یې وکړ چې د دې خنډ له لرې کولو سره به د افغانستان د ترانزیټي اسانتیاوو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.