د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د اسلامي هیوادونو د خوراکي توکو د خوندیتوب سازمان له استازي سره وکتل

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، او ښاغلي عبدالمتین غالب، د نړیوالو اړیکو مسوول په شتون کې، د ښاغلي امره یوکسیک، د اسلامي هیوادونو د خوراکي توکو د خوندیتوب سازمان استازي، او د ترکیې د یو مخکښ سوداګر ښاغلي خالد سره د اتاق د عامل ریاست په دفتر کې وکتل او د اتاق او یاد سازمان پر ګډو همکاریو یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي امره یوکسیک د دې ناستې اساسي موخه د اسلامي هېوادونو د خوراکي توکو د مصئونیت سازمان د فعالیتونو بیا پیل وباله، تر څو د خصوصي سکتور غړو ته د اساسي موادو د تولید، کرنې او مالدارۍ د ودې په برخه کې مرسته وشي. هغه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي وغوښتل چې د اولیه موادو سوداګر او نور تاجران یاد سازمان ته معرفي کولو کې همکاري وکړي. نوموړي د یاد سازمان له هغو لویو سوداګرو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ، چې د دې سازمان ملاتړ کوي، او د هغوی د هڅولو لپاره به کار وکړي، تر څو د امام ابو حنیفه (رح) ستر ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
ښاغلي خالد، د بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د سرطاني روغتون د جوړولو او د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې د چمتووالي یادونه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي یې وغوښتل چې په یاده برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي امره یوکسیک او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه چې اتاق د اسلامي هېوادونو د خوراکي توکو د مصئونیت سازمان له ټولو پالیسيو سره موافق دی او باید د یادو پروژو د تطبیق لپاره عملي ګډ ګامونه پورته شي. هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو له نړیوال سازمان سره د ګډ کنفرانس د جوړولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، ښاغلي یوکسیک ته د امام ابو حنیفه (رح) د ستر ملي او نړیوال نندارتون په اړه معلومات ورکړل، چې هر کال د اتاق له لوري د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ په کابل ښار کې ترسره کېږي، او له نوموړي یې وغوښتل چې په دې نندارتون کې د خپل سازمان د معرفي کولو لپاره فعاله ونډه واخلي. هغه د اسلامي هېوادونو د خوراکي توکو د مصئونیت سازمان د پروژو د تطبیق په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د یاد سازمان مسوول ته یې ژمنه وکړه چې د نندارتون تر څنګ به د خوراکي توکو یو ستر کنفرانس هم جوړ کړي.
 
 
 
دوشنبه، کب ۱۳مه، ۱۴۰۳